فراه کې د غېږ نيولو لوبه په عصري بڼه د ودې په حال کې ده
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

 

لوبې

فراه کې د غېږ نيولو لوبه په عصري بڼه د ودې په حال کې ده

فراه (پژواک ٣٠ کب ۹۱): پخوا به په فره کې د غېږ نيولو لوبه په دوديزه توګه ترسره کېده، خو له دوو کلونو راهيسې په عصري بڼه د پرمختګ په حال کې ده.

دا څرګندونې په فراه کې د غېږ نيونې د فدراسيون مشر او د اريانا غېږ نيونې کلپ مسوول بورجان پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل، چې له پخوا زمانو په فراه کې په عنعنوي ډول د غېږ نيولو لوبه دود وه، خو اوس په دغه ولايت کې د حرفوي غېږنيونې (کورش) کلپونه جوړ شوي او په سلګونه ځوانان په کې په تمرين بوخت دي.

دى وايي،کورش نړيواله لوبه ده،چې په افغانستان، روسيه، ايران، پاکستان، هند، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان کې تر سره کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا مهال د دغه ولايت په مرکز کې د کورش څلور کلپونه (اريانا، شهيد زمان شاه، اريا، او شيخ ابونصر فراهي) فعاليت لري.

بورجان وايي، چې اوس د غېږ نيونې لوبې پهلوانان ځانګړي کمربندونه کاروي، نومونه يې ثبتېږي او وړتياوو ته په پام سره يې په بېلابېلو وزنونو کې ورزشي درجې ټاکل کېږي، خو پخوا داسې نه و.

دغه راز هغه زياتوي: "پخوا به د دوو کليو، دوو ولسواليو او يا هم دوو قومونو ترمنځ د غېږ نيونې لوبې کېدې، خو په هغو غېږو کې به ډېر قومي او سمتي تضادونه منځته راتلل؛ خو له نېکه مرغه، اوس مهال ورزشي اخلاقو ته په پام سره،د غېږ نيونې لوبه په ډېر خوند سره ترسره کېږي."

دى وايي، چې اوس د دوو کليو او قومونو تر منځ سيالۍ نشته او هره جمعه د کلپونو د لوبغاړو ترمنځ د فراه په مرکز کې سيالۍ ترسره کېږي او په دغو سياليو کې هېڅ قومي او سمتي تضادونه شتون نه لري.

هغه وويل، چې د يادو کلپونو لوبغاړي د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي دي.

د غېږ نيونې لوبې مينه وال، په فراه کې د دې لوبې د کلپونو پر فعاليت خوښ دي، خو وايي چې د مرکز او ولسواليو د لوبغاړو تر منځ د سياليو لپاره مناسب ځاى نه شته.

د فراه د پشت رود ولسوالۍ د بلندي کلي اوسېدونکى ٢١ کلن محمد عارف يو له يادو کسانو دى.

دى، چې د غېږ نيونې سياليو لپاره د فراه په مرکز کې د "شهيد پهلوان زمانشاه" کلپ ته راغلى، وايي، خوښ دى، چې يادې لوبې په دغه ولايت کې حرفوي بڼه خپله کړې ده.

خو هغه زياتوي، چې د مرکز او ولسواليو د پهلوانانو تر منځ د غېږ نيونې سياليو لپاره مناسب ځاى نشته او دا مهال دغه سيالۍ د فراه د مرکز په يوه ميدان کې ، چې د خلکو ځمکه ده، ترسره کېږي.

دى وايي، کېداى شي پر دې ځمکه هم خلک کورونه جوړ کړي.

محمدعارف له چارواکو غواړي، چې دې ستونزې ته پام وکړي.

هغه زياتوي: "له کوچينوالي نه مې له غېږ نيونې سره مينه درلوده او په کلي کې به مې له ملګرو سره غېږه ترسره کوله، خو دا څو کاله کېږي، چې حرفوي غېږه باسم؛ او غواړم چې په راتلونکي کې په نړيواله کچه غېږه وباسم او خپل هېواد ته وياړ راوړم."

د فراه د مرکز اوسېدونکى او يو بل پهلوان عبدالکريم ساحل هم وايي: "لومړۍ او اساسې ستونزه مو د غېږې نيولو لپاره د مناسب ځای نشتوالی دى؛ يو عصري جمنازيوم بايد جوړ شي، ترڅو پهلوانان او سيلانيان هلته په هوسا توګه غېږې ونيسي او تماشا يې کړي."

 د دغه ولايت د خاک سفېد ولسوالۍ اوسېدونکى ۲۸ کلن محمد نذير، چې د زمان شاه پهلوان په لوبغالي کې يې د غېږ نيونې لوبه ننداره کوله او د لاسونو له پړکولو يې ښکارېده ، چې له دې لوبې سره ډېره مينه لري، وايي: "دا ډېره خوندوره لوبه ده؛ زه غواړم چې مدام د دې لوبې و سيل ته راسم؛ خو څرنګه چې وينئ، دلته د ځای د نشتون له امله ډېر مينه وال نه شی کولای، چې لوبې وګوري."

د فراه د لوبو د چارو امر محمداسماعيل قانع هم د مناسب ځاى د نه شتون ستونزه مني، خو وايي، چې په فراه کې د جمنازيوم جوړولو مقدماتي کارونه شوي او په نږدې راتلونکي کې به دغه پروژه داوطلبۍ ته وړاندې شي.

 دا مهال فراه کې د غېږې نيولو، فوټبال، کاراټې او نورو لوبو په ګډون د ٢٠ بېلابېلو لوبو ١٧٥ کلپونه فعاليت لري او کابو لس زره تنه په کې تمرين کوي.

د غېږنيونې لوبه د افغانستان په نورو ولايتونو په تېره بيا هرات، هلمند،کندهار، غور، نيمروز، بادغيس او زابل ولايتونو کې هم دود ده.


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب